په پیښور کښې د پاکستان او افغانستان سوداګرو په یوشمیر ستونزو خبرې کړی

0
69

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان او افغانستان سوداګرو ترمینځ په پرل کانټیننټل هوټل پیښور کښې یوه لویه غونډه شوې ده، په دې غونډه کښې د پاکستان او افغانستان سوداګر او د کسټم کلیرینس ایجنټس یونین مشرانو او نورو نمایندګانو په دې غونډه کښې ګډون وکړو.

د پاک افغان جاینټ چیمبر آف کامرس د افغانستان او پاکستان مشرانو خان جان الکوزي، ضیاالحق سرحد، زاهد شینواری، مجیب خان شینواری او نورو سوداګرو په دې غونډه کښې د سوداګرو په یو شمیر ستونزو ټینګار وکړو. سوداګرو په دې هم ټینګار وکړو چې د افغانستان په طرف د خالي ټرکونو له دې هم مناسب وخت وټاکل شي او دا ټرکونه دې زر پاکستان د داخلیدو اجازت ورکړې شي.
د سوداګرو وینا وه چې په پاک افغان پوله تورخم دې د صادراتو او نوداراتو مالونو د آن لاین کلیرینس عمل تیز کړې شي چې د پاکستان او افغانستان یو بل هیواد ته صادرات زیات شي، دوی اوویل چې دې کښې د دواړه هیوادونو د اقتصادي او د قومي خزان ته ډیره ګټه شي او دواړو هیوادونو له په کار دي چې په پوله د تجارتی مالونو نه ډګ ټرکونو آن لاین کلیرینس په لږ ټایم وکړي ،په پوله دغه سوداګر او د ټرکونو مالکان او ډرایوران د ځای بارډر اهلکارو د طرف نه بې ځایه تنګ نه شی چې د دواړو ملکونو ترمینځ تجارت نور هم ښه شي.
د پاکستان او افغانستان سوداګرو په دې هم راضي شو چې په تورخم پوله به د دواړو هیوادونو د سوداګرو یو نماینده تنظیم یا وفد فعال وی چې کله هم سوداګرو ته څه ستونزه رامخې ته شي نو د سوداګرو یونین نمایندګان به ددې ستونزې هوارولو لپاره اړوند چارواکو سره خبري کوي چې دا ستونزه هواره کړي.
یاده دې وی چې د د پاکستان او افغانستان تاجرانو د غونډه په داسې وخت کښې شوي چې په پاک افغان پوله سوداګرو ته یو شمیر ستونزې رامخې ته شوي ، د صادراتو او نوادراتو د آن لاین کلیرینس عمل ډیر وخت اخلی چې له وجهې ی سوداګر په لکونو روپۍ جرمانه ورکوي.

Leave a reply