طالبانو د بي ایل اې ترهګر نیولي دي

0
208

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په نمروز ولایت کښې د طالبانو پولیسو په یو کور چاپه وهلې ، په کور کښې ی څه کسان نیول، ویل کیږي چې د نیول شوو کسانو تعلق د ترهګر ګروپ بي ایل اې سره دې.

یاده دې وی چې د امریکې دفاع وزارت هم د بلوچ قوم دا ګروپ ترهګر ګرزولې دې، په پاکستان کښې دا ګروپ په سیکوريټي فورس او نور دولتي ځایونو ترهګر بریدونه ترسره کوي، یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د اسلامی امارت نوی عبوري حکومت اعلان وکړو چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه استعمالیږي.
په کابل کښې هم د امریکایی ځواکونو د وتلو نه یو څو ورځې وړاندې په کابل هوایی ډګر یو ځانمرګي برید وشو چې پکښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم وژل شوي وو، ددې برید ذمه واري داعش په خپله خاړه اخستې وه.
یاده دې وی چې د طالب مشرانو مطابق په هیواد کښې په بیله بیلو ولایتونو کښې د ترهګرو په ضد عملیات روان دي ، په کابل کښې هم طالبانو د داعش ګروپ یو مرکز د منځه وړې دي ، وس د باغي ټي وي رپورټ مطابق په نمروز کښې کښې عملیات ترسره کړل او د بي ایل اې (بلوچ لبریشن آرمی) ډلې په تور ی کسان نیولي دي.

Leave a reply