پاکستان ویلي چې په جنوبي اسیا کې تلپاتې سوله د جمو او کشمیر د شخړې په سوله ییز حل پورې اړه لري.

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان ویلي چې په جنوبي اسیا کې تلپاتې سوله د جمو او کشمیر د شخړې په سوله ییز حل پورې اړه لري.
د خارجه دفتر وياند له مخې اسلام آباد كښې خارجه سفيرانو ته د مقبوضه كشمير په اړه بريفنګ وركړې شو۔
وياند ووئيل چې قائم مقام خارجه سېكتر محمد سائرس قاضي خارجه سفيرانو ته بريفنګ وركړو او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سختو سرغړونو په اړه يې خبر كړو۔ده د مقبوضه كشمير د آبادي جوړښت بدلولو لپاره د هند د غير قانوني هڅو په اړه بريفنګ وركړو۔ د خارجه دفتر د وياند له مخې په جنوبي ايشيا كښې پائدار امن د جمو او كشمير د شخړې په پرامن حل پورې اړه لري او نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ نه د هند مخه ونيسي۔
ویاند غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې په هند غږ وکړي چې د 2019 کال د اګست د 5 غیرقانوني او یو اړخیز اقدامات بیرته واخلي او نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه پلي کړي.





