د ملي دفاع وزارت د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۹۵ تنه مجاهدین فارغ شوي.
د ملي دفاع وزارت د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۹۵ تنه مجاهدین فارغ شوي.
9 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۵ تنه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول.
خبر زیاتوي چې یاد مجاهدین له مسلکي ښوونځيو( مخابرې ،مالي، حفظ او مراقبت ) برخو کې د ۲ میاشتو زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د يوې غونډه په ترڅ کې فارغ شول.
غونډه کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمیر مسؤلینو ګډون درلود او په خپلو ویناوو کې وویل: چې یاد مجاهدین په هر ډول شرایطو کې د اسلامي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتیا،او ملي حاکمیت ساتلو ته ژمن دي.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع سرپرست وزير د ترکیې هیواد له سفیر جهاد ارګینایی سره کتلي.
د یادولو وړ ده چې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ په تیر یو نیم کال کې ۵۰۰۰ تنه مجاهدین په مسلکي او عقیدتي زده کړو سمبال هیواد ته د خدمت لپاره چمتو کړي دي.
حماد