د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست په مشرۍ پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست په مشرۍ پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.
9 فبروري 2023
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تیره ورځ د یادې ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د امارتي ادارو ګډ پلاوي ازبکستان هېواد ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال پروسې د نهايي کولو لپاره سفر وکړ.
دغه پلاوي کې چې د اسلامي امارت اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او مالیې وزارت استازي هم شامل دي.
یاد پلاوی به ازبکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسؤلیتونو د انتقال او له یاد هېواد سره د یوه تفاهم لیک نهايي کولو اړوند مفصل بحثونه وکړي.
اړوند موضوعات
د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو.
تمه ده دغه سفر کې د تفاهم لیک لاسلیکولو سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل او په عادي توګه جریان ومومي.






