دفاع وزات: د هندوستان څخه ۲۰ تنه محصلین له پوځي زده کړو وروسته هېواد ته را ستانه شول.

دفاع وزات: د هندوستان څخه ۲۰ تنه محصلین له پوځي زده کړو وروسته هېواد ته را ستانه شول.
8 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د هدایت په اساس او د بهرنیو چارو ریاست په همغږۍ ۲۰ تنه محصلین چې په تیر نظام کې هندوستان هېواد ته د نظامي مسلکي زده کړو لپاره لیږل شوي وو، نن خپل هېواد ته راستانه شول.
یادو محصلینو دملي دفاع وزارت دمسوولینو دهلوځلو څخه دمننې ترڅنګ ژمنه وکړه،چې په هرحالت کې دخپل هېواد ددفاع لپاره خدمت کولو ته چمتو دي.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع سرپرست وزير د ترکیې هیواد له سفیر جهاد ارګینایی سره کتلي.
دیادونې ده چې څومیاشتې مخکې هم لسګونه تنه محصلین هېواد ته راستانه شوي وو،چې د یاد وزارت له لوري دملي اردو لیکو ته جلب شوي دي.






