قطر وايي د ا.ا.ا د رسمیت په اړه؛ نړیواله ټولنه دې خپل شرایط وړاندې کړي

قطر وايي د ا.ا.ا د رسمیت په اړه؛ نړیواله ټولنه دې خپل شرایط وړاندې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې او لوړپوړې چارواکې اولوا رشید په یوه مرکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید له طا لبانو سره تعامل او اړیکو ته ادامه ورکړي او د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یې دې خپل شرایط واضح کړي.
(2021 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
قطر وايي نړیواله ټولنه دې د طا لبانو په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې او لوړپوړې چارواکې اولوا رشید په یوه مرکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید له طا لبانو سره تعامل او اړیکو ته ادامه ورکړي او د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یې دې خپل شرایط واضح کړي.
نوموړې زیاته کړې چې له طا لبانو سره یې د راتلونکي حکومت پر جوړښت اوږده بحثونه کړي دي او دوی ته یې ویلي چې په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو د حکومتونو په تقلید کولی شي په خپل هېواد کې نوی حکومت جوړ کړي.
رشید دغه راز زیاتوي چې طا لبان باید له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د ښځينه وو زده کړو او کار ته زمینه برابره کړي.
هغې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه دې د طا لبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه کوي، خو ددې جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره له دغه ډلې سره تعامل او اړیکې ادامه ولري.






