روسیه وايي په سیمه کې د افغانستان د څارلو لپاره د امریکا د اډې درلودلو هڅه ناکامه شوه

روسیه وايي په سیمه کې د افغانستان د څارلو لپاره د امریکا د اډې درلودلو هڅه ناکامه شوه
وروسته تر هغه چې امریکا له افغانستان څخه خپل ټول نظامي ځواک ووېستۀ، امریکا په دې هڅه کې شوه چې د افغانستان په ګاونډ کې نظامي اډې جوړې کړي.
دې موخې ته د رسېدو لپاره امریکا له پاکستان ، تاجکستان او ځینې نورو هېوادونو اډې وغوښتې؛ خو هغوی انکار وکړ.
(2021 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور:
وروسته تر هغه چې امریکا له افغانستان څخه خپل ټول نظامي ځواک ووېستۀ، امریکا په دې هڅه کې شوه چې د افغانستان په ګاونډ کې نظامي اډې جوړې کړي.
دې موخې ته د رسېدو لپاره امریکا له پاکستان ، تاجکستان او ځینې نورو هېوادونو اډې وغوښتې؛ خو هغوی انکار وکړ.
د روسیې د ملي امنیت مرستیال پولي کوکوف ویلي چې د امریکا هغه هڅه ناکامه شوه چې غوښتل یې د افغانستان شا و خوا کې نظامي اډې ولري او له هغۀ ځای څخه افغانستان وڅاري.
نوموړي زیاته کړې چې ښايي د سیمې هېوادونه امریکا ته د دې کار اجازه ورنکړي.
له دې سره جوخت د ازبکستان هېواد ویلي چې د هېواد اساسي قانون ئې اجازه نۀ ورکوي چې د بل ملک نظامي اډو ته پخپل هېواد کې ځای ورکړي.
که څۀ هم امریکا ویلي چې افغانستان به له نیږدې څاري او هلته به توندرو ډلو باندې عملیات کوي؛ خو تر اوسه لا معلونه نده چې امریکا به دغه عملیات څه ډول ترسره کوی.






