د کندهار سترې دیني مدرسې حکیمیه څخه ۳۵۰ علماء، قاریان او حافظان فارغ شوي.

د کندهار سترې دیني مدرسې حکیمیه څخه ۳۵۰ علماء، قاریان او حافظان فارغ شوي.

7 فبروري 2023

 

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت په مشهوره مدرسه حکیمیه کې نن ورځ د علماؤ د فراغت په مناسبت ستره غونډه وشوه، چې ۱۲۷ مولوي صاحبان، ۱۸۰ قاري صاحبان او ۴۳ حافظ صاحبان فارغ شول.

 

نن ورځ د کندهار په مرکزي عیدګاه‌ کښي دا غونډه ترسره شوه، چې پکې د اسلامي امارت لوړ رتبه مسؤلینو، د کندهار والي، مرستیال والي، د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو، د کندهار د بېلابیلو نظامي او مُلکي ادارو مسئولینو، د فارغ شویو علماوو، قاریانو او حافظانو د کورنیو غړو او په زرګونو هیوادوالو ګډون کړی وو.

 

غونډه کې د پوهني وزیر مولوي حبیب‌الله آغا لومړی د غونډي ټولو ګډونوالو ته د امیرانو د امر د اطاعت پر فضلیت او ګټو هراړخیزه بحث او خبري وکړې او هم یې د اطاعت د نه پیروي زیانونه شریک کړل.

 

ددې ترڅنګ مولوي حبیب‌الله آغا وویل؛ لکه څنګه چي ددې اسلامي او شرعي نظام راوستل پرټولو فرض عین وه، اوس همداسي ددې نظام دوام، ساتل او ټینګښت پرټولو فرض عین ده، چي باید ټول ددې نظام د دوام، ټینګښت او ساتلو لپاره په برخه کي خپل مسئولیتونه په سم ډول اداء کړو.

اړوند موضوعات

پکتيا کې د جهادي مدرسې “جامعه محمديه” څخه لسګونه علماء او خافظان فارغ شول.

وروستیو کي د ورغلو مسئولینو، شیخو کرامو او علماء کرامو له لوري ټولو فارغ سویو علماوو او حافظانو ته په نوبتي ډول دستار بندي وشوه.

حماد