د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان توشه خانه کيس کښې ضمانتي مچلکے جمع کړي دي

باغي ټی وی رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان توشه خانه کيس کښې ضمانتي مچلکے جمع کړي دي۔
د اسلام آباد ضلعي او سيشن کورټ عمران خان ته په تير اوريدنه کښې د نه حاضريدو له وجې د ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم کړې وو۔
د عمران خان د وکيل علي بخاري لخوا د شل زره روپو ضمانتي مچلکې جمع کړې شوې دي.
عدالت عمران خان ته د فرد جرم لګولو لپاره سبا بللی دی. سیشن عدالت به سبا د توشه خانه کیس اورېدنه کوي.
ياده دي وي چي اليکشن کميشن د عمران خان خلاف د جنايي کاروائي ريفرنس عدالت ته استولي وو۔






