د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ترکیې او سوریې که د زلزلې له امله قربانیانو کورنیو سره خپله خواشیني ښودلی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ترکیې او سوریې که د زلزلې له امله قربانیانو کورنیو سره خپله خواشیني ښودلی.
6 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې په سوریه او ترکیې کې د زلزلې له امله د رامنځته شوو تلفاتو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې.
خبر زیاتوي چې په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې یوې زورورې زلزلې د ترکیې او سوریې په څو ښارونو کې سلګونه تنه وژلي، څه باندې دوه زره تنه یې ټپیان کړي او ګڼ نور مالي زیانونه یې اړولي دي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت په ترکیه او سوریه کې د زلزله له امله غمشریکي ښودلې او تسلیتي پیغام یې نشر کړی.
زه په داسې حال کې چې د ترکیې او سوريې له حکومتونو او ولسونو سره په دې ویر کې ځان شریک بولم او د دغې پېښې شهیدانو ته د الله ج له حضور څخه مغفرت، ټپیانو ته عاجله شفا او نورو متضررینو ته نعم العوض غواړم، پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له زلزله ځپلو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.





