پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د جیل د ډکولو تحريک اعلان کړے دے

0
177

باغی ټی وی رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د جیل د ډکولو تحريک اعلان کړے دے۔

خپله وینا کښې عمران خان اوويل چې مونږ سره دوه آپشنونه دي يو په ټول ملک کښې ويل جام هړتال دے، د معيشت حالت داسې دے چې د ويل جام په هړتال سره به حالات نور هم خراب شي، زه کارکنانو ته د جيل ډکولو تحريک لپاره تيارۍ کولو لپاره وايم. زما سیګنال ته انتظار وکړئ، زه به د جیل به تاسو باندې د زندان ډکولو غورځنګ غږ کړم.

ده ووئيل د ډارولو مقصد دا دے چې پي ټي آئي له ميدان نه وويستل شي تر څو يو سړے له لندن نه راشي او ټاكنې وګټي٬ د ده په ضد دا مهال د 60 نه زياتې مقدمې روانې دي٬ د عمران خان د زنداني كولو منصوبه وه۔ د ویناوالو خولې باید وتړل شي.

ده ووئيل شهباز شريف په خېبرپښتونخوا كښې د ډي اېن اې ليب نه جوړولو تور لګولې دې٬ هغه په ​​كال 2017 كښې خېبر ميډيكل کالج كښې د ډي اېن اې ليب جوړ كړے۔

پخواني وزيراعظم وويل چې په اين ايف سي ايوارډ کې يواځې پنجاب او خيبرپښتونخوا پيسې ورکړي دي، دپي ډی ايم حکومت چې راغلى نو په 55 اربه روپۍ کښې خېبرپښتونخوا ته 5 اربه روپۍ ورکړل شوي دي، ددوي منصوبه دا ده چې تحريک انصاف دې کمزورى شي، چا چې زمونږ مخالفت وکړو په دواړو صوبو کښې را اوچت کړې شول.

Leave a reply