د مردان ريجن ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) پوليس محمد علي وئيلي دي چي پوليسو د صوابئ ضلعه د لوئي تباهي نه بچ کړي ده او څلور ترهګر ئي نيولي دي

باغي ټی وی رپورټ
د مردان ريجن ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) پوليس محمد علي وئيلي دي چي پوليسو د صوابئ ضلعه د لوئي تباهي نه بچ کړي ده او څلور ترهګر ئي نيولي دي۔
په صوابۍ کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ډي آئي جي وويل پوليسو په عملياتو کې ٤ تندلاري نيولي چې دهغوي څخه يې ٥ کلو گرامه بارود، ١٨ لاسي بمونه، ٩ لاسي بمونه، يو راکټ لانچر، دوه کلاشنکوفونه او نوره وسله ترلاسه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د ترهګرو بل هدف پوليس او مهم تاسيسات وو، د ترهګرو دغه شبکه د نومبر په مياشت کې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلې وه، چې د جنورۍ په ٣٠مه د عملياتو په ترڅ کې دوه ترهګر ووژل شول او يو يې ونيول شو.
د ډي آئي جي وينا ده چې وژل شوي ترهګر اظهر الله افغانستان کښې ټيمونه جوړ کړي وو، وژل شوي ترهګر اظهر الله په خيبر پښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ منصوبې جوړولې او حکومت د هغه د سر قيمت شل لاکه روپۍ ټاکلې وو۔






