ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د خپلو خبرو په تړاو له افغانانو بښنه غوښتې

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د خپلو خبرو په تړاو له افغانانو بښنه غوښتې
منیر اکرم څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خپله و ینا کې ویلي وو، چې د دوی له نظره د نجونو د زده کړو په اړه هغه بندیزونه چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري لګول شوي، تر ډېره د پښتنو له کلتوري برخې سرچینه اخلي، نه له مذهبه. هغه ادعا کړې چې، دغه کلتور په تېرو سلو کلونو کې نه دی بدل شوی.
(2023 / 2 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د خپلو خبرو په تړاو له افغانانو بښنه وغوښته.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغان نجونو د زده کړو په اړه په خپلو څرګندونو بښنه غوښتې او ويلي يې ده چې زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی، نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور.
منیر اکرم څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خپله و ینا کې ویلي وو، چې د دوی له نظره د نجونو د زده کړو په اړه هغه بندیزونه چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري لګول شوي، تر ډېره د پښتنو له کلتوري برخې سرچینه اخلي، نه له مذهبه.
اړوند موضوعات:
عبدالسلام ضعیف په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دریځ یوه نوې دسیسه بللې.
هغه ادعا کړې چې، دغه کلتور په تېرو سلو کلونو کې نه دی بدل شوی.






