واشنګټن پوسټ لیکي چې ستر اکثریت افغانان له امریکا څخه کرکه لري
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې ډېری افغانان له امریکا څخه کرکه لري.
د یادې ورځپاڼې خبریال وردګو ولایت ته تللی دی او په کلیوالي سیمو کې یې د امریکا په اړه د خلکو نظرونه پوښتلي دي.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې ډېری افغانان له امریکا څخه کرکه لري.
د یادې ورځپاڼې خبریال وردګو ولایت ته تللی دی او په کلیوالي سیمو کې یې د امریکا په اړه د خلکو نظرونه پوښتلي دي.
راپور کاږي چې ډېریو خلکو له امریکا څخه د کرکې خبره کړې ده او د خپلې کرکې لاملونه یې ورته ویلي دي. د راپور له مخې، ډېری کلیوال افغانان وايي امریکا پرته له جنایت، بربریت او وحشته بل هیڅ هم په میراث نه دي پرېښي.
هغوی ویلي هر کله چې به امریکایي ځواکونه د دوی سیمو ته ورتلل خلک به یې وژل، ځورول، کرلې ځمکې به یې ویجاړولې او کورونه به یې بمبارول.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د یوې غربي رسنۍ خبریال هلمند کې د خلکو نظرونه پوښتلي وو چې هغوی هم له امریکا څخه د خپلې کرکې اظهار ورته کړی و.










Leave a Reply