ډاکار موسسې په لښکر ګاه کښې په مستحقو افغان کورنیو مرستې اوویشلې
باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي دي چې د افغانستان په لښکر ګاه کښې څه ۲۲۰ افغان بې وزله او مستحق کورنیو سره مرستې شوي دي، یاده دي چې دا بشري مرستې په داسې وخت کښې شوي چې د ملګری ملتونو مشرانو هم ویلي دي چې د ژمې نه وړاندې دې په افغان اولس بشري مرستې تقسیم شی چې دلته د یو بل انسانی بحران مخه ونیول شي.
د باختر نیوز ایجنسې په ټویټر پانړه یو رپورټ مطابق په لښګر ګاه کښې د ډګار موسسې له اړخه د ملګري ملتونو په مالي مرسته دلته افغان کورنیو سره مرستې شوي دي چې د بې وزره کورنیو له طرف نه ددې مرستو وروکول ډیره ستاینه شوي ده .
د افغانستان اسلامی امارت مشرانودغه مرستې چې پکښې د ژوند ضروري سامان او خوراکي سامام شامل وو ، مستتحقو افغانانو ته ورکړو ، په دې موقع افغان کورنیو د افغانستان دولت او د ملګری ملتونو شکریه ادا کړه چې په دې سخت وخت کښې ی دوی سره مرستې وکړې.
یاده دې وي چې د ملګری ملتونو او نورې د بشري مرستو ادارو د نمایندګانو او نور مشرانو نه داسې بیانونه په رسنیو کښې خپاره شوي دي چې دوی ویلی دی چې افغان اولس سره دې بغیر د څه شرط او قید مرستې ورسول شي، د مشرانو مطابق د ژمې پیل کیدو نه وړاندې دا بشري مرستې دې افغان کورنیو ته رسول په کار دي.
د یو افغان رسنې یو رپورټ مطابق نن هم په زرګونو افغان خاندانونه د افغانستان دننه بې کوره شوي دي او ددې کورنیو د بیا کورته د تلو لپاره ګامونه اخستل ضروري دې، دا بې کوره خاندانونه په ډیر سختو مشکلاتو کښې ژوند کوي.
ډاکار موسسې د ايو ان اچ سي ار په مالي همکارۍ نن د لښکرګاه په کارته لګان کې پر ۲۲۰ مستحقو کورنيو مرستې ووېشلې. pic.twitter.com/UrjzsHBnEB
— BNA Pashto (@bnapashto) October 6, 2021