ذبیح الله مجاهد: د کابل پغمان ولسوالۍ کې مو د داعش پر ضد عملیات کړي دي

0
202

ذبیح الله مجاهد: د کابل پغمان ولسوالۍ کې مو د داعش پر ضد عملیات کړي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د ا.ا.ا ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي چې پایله کې ئې څو کسه د داعش وسلوال نیول شوي دي.

 

 

(2021 / 10 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د ا.ا.ا ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي چې پایله کې ئې څو کسه د داعش وسلوال نیول شوي دي.

نوموړي ویلي چې د ا.ا.ا د کشفي ادارو په مرسته د ا.ا.ا ځانګرو ځواکونو معلومات ترلاسه کړي ؤ چې د پغمان ولسوالۍ پشه یو سیمه کې د داعش پټنځای موجود دی.

تېره شپه د طالبانو ځانګړو ځواکونو د داعش په یاد مرکز عملیات ترسره کړي چې پایله کې د داعش څلور کسه له وسلو او نورو مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د داعش دراپورته کېدو راپورونه ورکړل شوي دي او یو شمېر ځایونو کې یې طالبانو پر ضد عملیات هم ترسره کړي دي.

Leave a reply