د افغانستان او چین د اړیکو راتلونکې روښانه دې: سفیر سید حسن جاوید

0
228

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان سفیر سید حسن جاوید په یو مرکه کښې ویلي دي چې د افغانستان او د چین هیواد د اړیکو راتلونکې ډیر روښانه دي او دا چې طالبان کولې شي چې په افغانستان کښې د چین پروژو ته امنیت ورکړي.

د پاکستان ډیلی یو رپورټ مطابق جاوید په افغانستان کې د چین راتلونکي رول په اړه د سیمه ایزو مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا په یوه ګردي میز کنفرانس کې اوویل چې طالبانو د دې وړتیا لري چې چینايي پروژو ته امنیت برابر کړي.
دوی زیاته کړه چې د بهرنۍ پانګونه به یوازې هغه وخت ممکنه وي کله چې طالبان وکولی شي یو مناسب چاپیریال او په دې هیواد کښې ښه امینیت رامینځته کړي او په افغانستان کښې د مکمل امنیت ټینګولو لپاره په طالبان به خامخا هڅې وکړي چې امنیت ټینګ کړي او دلته امن او ترقي راشي
. هغه اوویل او زیاته ی کړه چې پاکستان به د ولاړ او خوشحال افغانستان څخه ډیره ګټه پورته کړي ځکه چې د پاکستان وجود په داسې ځای کښې شتون لري چې د دواړو هیوادونو د یو بل پورې فایده او نقصان تړلې دي او که به افغانستان کښې امن او خوشحالي راشي نو دا به د پاکستان په ګټه تمام شي.

Leave a reply