د پاکستان د استخباراتو مشر له دندې لرې کړل شوی دی
د پاکستان د استخباراتو مشر له دندې لرې کړل شوی دی
د پاکستان د استخباراتو / آی ایس آی مشر جنرال فیض حمید ګل له دندې لرې کړل شوی دی.
د پاکستان پوځ د سه شنبې ورځ یو لنډ پیغام خپور کړ چې پکې ویل شوي ؤ چې جنرال فیض حمید له د آی ایس آی له ریاسته څخه لرې او د پېښور کور کمانډر ټاکل شوی دی.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د پاکستان د استخباراتو / آی ایس آی مشر جنرال فیض حمید ګل له دندې لرې کړل شوی دی.
د پاکستان پوځ د سه شنبې ورځ یو لنډ پیغام خپور کړ چې پکې ویل شوي ؤ چې جنرال فیض حمید له د آی ایس آی له ریاسته څخه لرې او د پېښور کور کمانډر ټاکل شوی دی.
که څۀ هم د پاکستان پوځ کې ادلون بدلون عادي خبره ده او وخت ناوخت داسې ادلون بدلون پکې راغلی؛ خو په داسې یو نازک حالت کې د جنرال فیض حمید بدلون د خلکو پوښتنې راولاړې کړې دي.
یو شمېر خلک د جنرال فیض حمید د پېښور کمانډر په توګه ټاکل ښه پرېکړه ګڼي؛ خو یو شمېر پاکستاني سیاسیون بیا په داسې حال کې چې پاکستان اوس تر بل هر وخته ډېر نا امنه شوی ښه پرېکړه نه ګڼي او وايي چې دا به د ملک په امنیت لا بدې اغېزې ولري.
په جنرال فیض حمید باندې تورونه ؤ چې نوموړی له توندلارو ډلو سره اړیکې لري اړ باید محکمه کړل شي.
په ښاغلي حمید د پاکستان مسلم لیګ ګوند مرستیالې مریم نواز هم تور پورې کړی چې د دې په پلار نواز شریف او دوی قضیه هم فیض حمید جوړه کړې وه.
تر اوسه معلومه نده چې جنرال فیض حمید ولې بدل شوی دی.