د پټرولو د بیو له لوړیدو وروسته د عامه ترانسپورت کرایه هم لوړه شوې ده
باغی ټی وی رپورټ
د پټرولو د بیو له لوړیدو وروسته د عامه ترانسپورت کرایه هم لوړه شوې ده.
له کراچۍ څخه د ملک نورو ښارونو ته تلونکو ټرانسپورټرانو په کرايه کې زياتوالی راوستی، د کراچۍ نه تر حيدراباد پورې کرايه له يو لک روپو څخه لوړه شوې ده.
د لاهور نه تر راولپنډۍ، فیصل آباد او ملتان په کرایه کې ۱۰۰ روپۍ، د لاهور نه تر ګوجرانواله ۵۰ روپۍ او د پیښور او صادق آباد لپاره ۲۰۰ روپۍ زیاتې شوي دي.
د بسونو مالکانو د لاهور نه تر کراچۍ پورې کرايه ۶۰۰ روپۍ زياته کړې ده.
پيښور کښي د انټر سټي ټرانسپورټ مالکانو په کرايه کښي له 20 نه تر 40 روپو پوري زياتي کړي دي، د بين الاضلاع پبلک ټرانسپورټ کرايه کښي 50 نه تر 70 روپو او د بين الصوبائي ټرانسپورټ مالکانو د 200 نه تر 300 روپو پوري کرايه زياته کړي ده۔
ښاريان وايي، د عامه ترانسپورت خاوندان په خپل سر کرايې ټولوي، ټرانسپورټران د کرايې سند هم نه لري، پخپله کرايه يې لوړه کړې ده.