ترکي الفیصل وايی چې نړۍ دې له هرې ممکنې لارې د افغان ولس لاسنیوی وکړي
ترکي الفیصل وايی چې نړۍ دې له هرې ممکنې لارې د افغان ولس لاسنیوی وکړي
د سعودي عربستان د اطلاعاتي مرکز پخواني رییس ترکي الفیصل ویلي چې د امریکا او طا لبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته د تېر حکومت پرځېدل له انتظاره لرې خبره نه وه.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د سعودي عربستان د اطلاعاتي مرکز پخواني رییس ترکي الفیصل ویلي چې د امریکا او طا لبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته د تېر حکومت پرځېدل له انتظاره لرې خبره نه وه.
هغه زیاته کړې، کله چې ټرمپ له طا لبانو سره په دوحه کې تړون لاسلیک کړ، ده په هغو ورځو کې لا یاد تړون نیمګړی او د نه منلو وړ وبلل خو په خبره یې له بده مرغه چې اوسني ولسمشر جو بایډن هم په دې برخه کې د ټرمپ پر پله پل کېښود او دا تړون یې تعقیب کړ.
الفیصل زیاته کړې اوس چې هر څه شوي، شوي دي. د نوموړي په وینا که څه هم ا.ا تر اوسه پورې خپلو وعدو ته ژمنتیا نه ده ښودلې خو باید یو څه نور هم انتظار وایستل شي. هغه څرګنده کړې چې افغانان کلونو جګړو ځپلي دي او نړۍ باید له هرې ممکنې لارې د دوی لاسنیوي ته ورودانګي.