په امریکا کښې د قتل پیښې زیاتې شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې داسې رپورټونه چاپ شوي دي چې د امریکا په ایالت کښې د قتل عام پیښې مخ په زیاتیدو دي ، د رپورټ مطابق په کال ۲۰۲۰ کښې د عامو وژنو په پیښو کښې ریکارډ اضافه شوې ده.
د رپورټ مطابق دا عام وژنې په مختلفو تعلیمي ادارو، په تجارتي او په شاپنګ مالز کښې شوي دي او وس په دې پيښو کښې اضافه شوې ده. د رپورټ مطابق په کال ۲۰۲۰ کښې د وژنو پیښې ۱۶،۴۲۵ ، په هر اته ۸ کسانو کښې یو ملکي وګړې قتل شو.
په کال ۲۰۱۹ کښې په امریکا کښې په داسې بدو پیښو کښې ۲۱،۷۵۰ ملکي وګړي قتل شوي وو. دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په امریکا کښې په فوځیانو کښې هم د ځان وژنې په پیښو کښې زیاتوالۍ منځ ته راغلې دي.
د یو رپورټ مطابق په دې لنډ وخت کښې هم یو شمیر امریکایی فوځیانو چې شمیره ی درې ښودل کیږي ځان وژنه وکړه، د رپورټ مطابق دا هغه امریکایی فوځیان وو چې د افغانستان نه واپس خپل کورونو ته راستانه شوي وو. دا خبره هم د یادونې وړه ده چې په کال ۲۰۲۰ کښې په امریکا کښې د ځایی پولیسو له لاس یو تورپوستې جارج فلویډ هم اووژل شو، د تور پوستې په وژنه په ټوله امریکا کښې احتجاجونه هم اوشول او د هغه تورپوستي د پولیس له لاسه د وژنې ی په سختو ټکو کښې غندنه وکړه.
امریکہ میں قتل عام تاریخ کی بلند ترین سطح پر
اجتماعات، تعلیمی اداروں اور شاپنگ مالز میں فائرنگ سے شہریوں کی ہلاکتوں میں مسلسل اضافہ
2020 میں قتل عام کی مختلف وارداتوں میں 21،750 شہری مارے گئے
2019 میں یہ تعداد 16،425 تھی
ہر ایک لاکھ میں آٹھواں شہری قتل عام کے واقعات میں مارا گیا pic.twitter.com/j6krYVNdbO— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) October 6, 2021






