اسلامی امارت ۴ څلور د داعش ډلې په تور نیولي دي

0
98

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د کابل ولایت پغمان نه داسې رپورټ خپور شوې چې په پغمان ولسوالۍ کښې د افغانستان اسلامی امارت مجاهدینو په دې منطقه کښې څلور تنه نیولي دي، ویل کیږي چې ددې کسانو تعلق د داعش ډلې سره وو او اسلامی امارت دا کسان هم دد داعش د ډلې په تور کښې دوی ګرفتار کړي دي.

یاده دې وی چې د امریکایی ځواکونو د افغانستان نه د وتلو څو ورځې وړاندې یو ځانمرګي برید کښې د کابل هوایی ډګر کښې ګنړ شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووختې وه، په دې برید کښې چې پړه ی د داعش ډلې په خپله غاړه اخستې وه، ۱۳ امریکایی فوځیان هم وژل شوي ووه.
یاده دې وی چې لږې شپې وړاندې په کابل کښې هم یو برید شوې وو او ملکي وګړو ته پکښې مرګ ژوبله پیښه شوي وه چې بیا روسته په کابل کښې د افغانستان اسلامی امارت جنګیالو د داعش په یو مرکز برید وکړو، د داعشیانو مرکز ی د منځه ختم کړو او په دې مرکز کښې ټول د داعش ډلې کسان اووژل شول.
د یادونې وړ ده چې په تیر وخت کښې هم په کونړ او ننګرهار ولایت کښې داسې تصویرونه او خبرونه خپاره شوي وو چې په دې سیمه کښې د داعش خراسان ډله شتون لری او دوی مرکزونه لري چرته چې د داعش ډلې جنګیالو روزنه شي.
بیا روسته افغان ځواکونو په دې سیمو کښې عملیات ترسره کړل او ددې علاقو نه ی د داعش ډلې صفایی وکړه.

Leave a reply