افغانستان نه واپس تللي امریکایی فوځي ځان وژنه کړې

0
199

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې داسې رپورټونو چاپ شوي چې په امریکا کښې هغه فوځي ځان وژنه کړې کوم چې د افغانستان نه په لنډ وخت کښې واپس خپل هیواد ته ستون شوې وو، د سرچینو مطابق کوم امریکایی فوځیان چې ځان وژنې کوي هغوي ته په افغانستان او عراق کښې نفسیاتي رنځونو ستونزې رامخې ته شوې وي.

د رپورټونو مطابق تیره میاشت هم درې امریکایی فوځیانو ځان وژنه کړې وه، د رپورټ مطابق نو امریکایی فوځي په ۱۶ ستمبر په ټیکساس کښې ځان وژنه کړې وه. د رپورټونو مطابق دا هغه امریکایی فوځیان وو چې د افغانستان نه په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ واپس خپل هیواد ته ستانه شوي وو.
یاده دې وی چې په بیله بیلو رسنیو کښې داسې رپورټونه شایع شوي چې هغه امریکایی فوځیان چې د افغانستان او عراق نه واپس شوي په دوی کښې ۳۰ سلنه د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي دي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د ۳۱ اګست د امریکایی فوځونو د افغانستان نه څو ورځې وړاند ې په امریکایی فوځیانو د کابل هوایی ډګر لوی دروازې باندي یو ځان مرګي برید وشو.
په دې ځان مرګی برید کښې څه دوه سوه افغان وګړي وژل شوي وو ، په دې وژل شوو کسانو کښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم شامل وو، ددې برید ذمه واری داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې وه.

Leave a reply