سعودي ۱۱۴ افغانان کابل ته ډيپورټ کړل

ریاض کې د افغانستان سفارت وايي چې ۱۱۴ افغانان چې ویزې یې نه درلودلې او د سعودي حکومت توقیف کړي وو بېرته کابل ته لېږدول شوي دي.
د سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دغه کسان د عمرې او زیارت په ویزو سعودي ته راغلي وو او د ویزو د میعاد تر ختمېدو وروسته هم په سعودي کې پاتې او د حکومت له خوا نیول شوي وو.
سفارت زیاته کړې چې یاد کسان د سعودي په مالي ملاتړ د اریانا افغان هوايي شرکت په ځانګړو الوتکو کې کابل ته ولېږدول شول.
افغان سفارت پرته له دې چې د پاتې توقیف شوو کسانو شمېر یادونه وکړي ویلي چې پاتې نور کسان به په راتلونکو ورځو کې کابل ته ولېږدوي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان سفارت ویلي وو چې د سعودي حکومت د افغان بندیانو کابل ته د لېږدولو په موخه اریانا افغان هوايي شرکت ته د استثنايي الوتنو اجازه ورکړې ده.






