م،م: یو میلیون ماشومان افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي

0
230

م،م: یو میلیون ماشومان افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي

 

ملګري ملتونه وايي چې همدا اوس افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله کابو یو میلیونه ډالره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو په یوۀ خپارۀ شوي مطلب کې ویلي چې افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړي غذایي مصنؤنیت نلري.

 

 

(2021 / 10  / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

ملګري ملتونه وايي چې همدا اوس افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله کابو یو میلیونه ډالره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو په یوۀ خپارۀ شوي مطلب کې ویلي چې افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړي غذایي مصنؤنیت نلري.

دوی ویلي چې دغه څوارلسو میلیونو افغانانو کې ډېر خطر هم ماشومانو ته راجع دی.

سرچینه زیاتوي که وضعت همداسې دوام وکړي ۳.۲  تر پنځو کلونو کم افغان ماشومان د خوار ځواکۍ له ستونزو سره مخ کېدلی شي، چې ښایي یو میلیون ئې د خوارځواکۍ له امله د مرګ ګواښ سره مخ شي.

ملګرو ملتونو په مرستندیوه ټولنو او موسیسو غږ کړی چې ژر تر ژره دې لاس په کار شي او افغانستان کې دې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نیږدې دوه میاشتې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي دي او د دوی له واکمنۍ سره سم افغانستان کې د خوارکي موادو د بیو لوړوالی په بې مخینې ډول لوړ شوی دی.

 

Leave a reply