د اسلامی امارت د سرحداتو وزیر لوګر ته تللې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی ریاست د سرحداتو او د قبایلو چارو د وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ته سفر کړې او په دې ولایت کښې د ذمه وارو اهلکارو سره لیدنه کړې ده.
د افغانستان دولتي رسنې باختر نیوز ایجنسۍ یو رپورټ مطابق ملا نور الله نوري ددې ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له کار کوونکو سره په کتنه کښې ددوی په یو شمیر مسلو وغږیدل .
نوموړی د وزارت کارمندانو ته ته ډاډ ورکړ چې د تېر په څېر خپلو دندو ته دوام ورکړي او د افغان اولس خدمت ته دې ملا وتړي. یاده دي وی چې په دې لنډو ورځو کښې د داخله وزارت ته د پاسپورټ او تذکرو د ریاست دفتر کارمندانو ته هم وینا شوې وه چې دوی دې خپلو وظیفو ته راشي او خپلې وظیفې دې پیل کړي او د اولس خدمت دې شروع کړی.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د پاسپورټ او تذکرو د ریاست دفتر ښځینه کارکوونکو ته هم ویل شوي دې چې د ددې ریاست دفتر ښځینه کارکوونکې دې هم خپلو وظیفو ته راشی او خپل کارونه دې پیل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ته په سفر کې د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له کار کوونکو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړ چې د تېر په څېر خپلو دندو ته دوام ورکړي. pic.twitter.com/Oo5FM8P276
— BNA Pashto (@bnapashto) October 5, 2021