فارن پالیسي وايي چې امریکا به افغانستان کې د نوي حکومت د مخالفینو ملاتړ ونکړي

0
250

فارن پالیسي وايي چې امریکا به د افغانستان د نوي حکومت د مخالفینو ملاتړ ونکړي

فارن پالیسي نشریې د با خبره امریکايي سرچینو په حواله ویلي چې افغانستان کې د ا.ا.ا مخالفې ډلې چې اوس ډېری غړي ئې په تاجکستان کې اوسي هڅه کوي چې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي؛ خو امریکا نغواړي د ا.ا.ا د مخالفو ډلو ملاتړ وکړي.

 

(2021 / 10  / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

فارن پالیسي نشریې د با خبره امریکايي سرچینو په حواله ویلي چې افغانستان کې د ا.ا.ا مخالفې ډلې چې اوس ډېری غړي ئې په تاجکستان کې اوسي هڅه کوي چې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي؛ خو امریکا نغواړي د ا.ا.ا د مخالفو ډلو ملاتړ وکړي.

دوی ویلي چې امریکا نغواړي افغانستان کې جګړه دوام وکړي او که امریکا د کومې ډلې ملاتړ کوي هلته د کورنۍ جګړې د پیل امکان شته.

نشریه زیاتوي چې افغانستان کې باید سیاسي مذاکرات دوام وکړي.

نشریه وايي چ‌ې په دغه هېواد کې دې څلوېښت کلنه جګړه ختمه شي او  د ډلو ټپلو ملاتړ او روزل هېڅ ستونزه نشي هوارولی.

تر دې وړاندې ځیڼې خبرونه خپاره شوي ؤ چې احمد مسعود د بایډن اداره کې د خپل ځان په ملاتړ لابي شروع کړې ده.

Leave a reply