په زابل کښې بیا رغونې کارونه پیل شوي

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان زابل ولایت نه داسې رپورټونه په رسنیو کښې خپاره شوي دي چې په دې ولایت کښې د شینکۍ په ولسوالۍ کشې د میرویس خان نیکه د پلار ښالم خان نیکه په تاریخي کلا د بیا رغونۍ چارۍ ۷۵ سلنه بشپړې شوي دي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریس ملا حمد الله فطرف وایی چې په دې ولایت کښې د یو تاریخي قلعه د بیا رغونې چاري پیل کړې وی چې وس څه ۷۵ سلنه دا د بیا رغونې چارې مکمل شوي دي او نور کار به هم ډیر زر سره ورسي.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت د افغانستان کنټرول لاس ته راوړلو او نوې حکومت اعلانولو نه پس په بیله بیلو ولایتونو کښې د د اولس د خیرښیګړې او د علاقايی پرمختګ پروژې پیل شوي دي، په دې پروژو کښې نوي سرکونه جوړول او د بعضې سیمو د سرکونو د بیا رغونې چاري هم پیل شوي دي.
دا خبره د یادونې وړ ده د افغانستان اسلامی امارت مشرانو دا وینا او دریځ دې چې دوی به د اسلام او د افغان اولس خدمت کوي ، د مشرانو دا وینا ده چې په دولت کښې به رشوت هیڅ کله هم برداشت نه کړي، څه ورځې وړاندې هم د افغانستان اسلامی امارت د مشرانو نه داسې بیانونه خپاره شوی وو چې که هر چا سره هم د دولت څه امانت یا سامان پاتې وی نو دوی دې دولتي چارواکو ته حواله کړي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمدالله فطرت وايي چې د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د میرویس خان نیکه د پلار ښالم خان نیکه تاریخي کلا د بیا رغونې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.
په وینا یې د پروژې مسوول ته یې لارښوونه کړې چې چارې یې د قرارداد مطابق ترسره او چټکې کړي. pic.twitter.com/bZDtTv85r7— BNA Pashto (@bnapashto) October 6, 2021