مریکا خپلو ټولو استخباراتي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې ټوله نړۍ کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي

امریکا خپلو ټولو استخباراتي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې ټوله نړۍ کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي
د امریکا اطلاعاتي چارواکو په نړۍ کې د یاد هېواد استخباراتي دفترونو ته خبر ورکړی چې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا اطلاعاتي چارواکو په نړۍ کې د یاد هېواد استخباراتي دفترونو ته خبر ورکړی چې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
ځینو رسنیو خبر ورکړی چې امریکا ویلي چې ټوله نړۍ ایران، روسیه، پاکستان چین او ځینې نور هېوادونه د سي آی اې فعالیتونه څاري؛ نو دوی ته پکار ده چې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
د امریکا اطلاعاتي دستګاوو تر اوسه ندي ویلي چې دغو
کارکوونکو او دفترونو ته څه ډول خطرونه او ګواښونه متوجه دي؛ خو وايي چې دوی به د خپلو فعالیتونو د خوندي کولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو شمېر پیاوړو هېوادونو په دې وروستیو کې د امریکا پر ضد څرګندونې کړې دي او د امریکا سیاست ئې دوه مخی ګڼلی دی.






