مالیې وزارت ویلي چې تیرو لسو میاشتو کې د دولتي جایدادونو له درکه ۲۵۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي.

مالیې وزارت ویلي چې تیرو لسو میاشتو کې د دولتي جایدادونو له درکه ۲۵۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي.
28 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت، د دولتي املاکو په عوایدو کې د تېر په پرتله د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مالیې وزارت اړوند د دولتي املاکو لوی ریاست د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې، ۲۵۴ میلیونه افغانۍ د دولتي جایدادونو له کرایې او اجارې څخه راټول کړي او د هېواد بیت المال ته یې سپارلې دي.
اړوند موضوعات
مالیه وزارت: د روان کال له پیله تر اوسه ۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول او بیت المال ته حواله شوي.
مالیې وزارت د یاد ریاست د عوایدو د زیاتوالي دلیل، د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه وزارت د رهبرۍ هڅې، د هېواد په عایداتي برخو کې د ژمنو او مسلکي کادرونو ګومارنه، شفافیت، له فساد سره کلکه مبارزه او اصلاحات بللي دي.





