د پاکستان سوپر لیګ فرنچائز پېښور زلمي مالک جاوید افریدي تایید کړې چې د زلمي لوبډله به د سعودي عربستان د کرکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي
نصیب شاه شینواري
د پاکستان سوپر لیګ فرنچائز پېښور زلمي مالک جاوید افریدي تایید کړې چې د زلمي لوبډله به د سعودي عربستان د کرکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
عربي رسنیو ته په یوه مرکه کې جاوېد افریدي ویلي چې په ریاض کې یې د سعودي د کرکټ فدراسیون له مشر شهزاده سعود بن مشعل سره لیدلي چې د زلمي او سعودي کرکټ لوبډلې ترمنځ یې د لوبې پر امکان خبرې کړي دي.
جاوید افریدي ویلي چې د پېښور زلمي لوبډله به ډېر ژر سعودي عربستان ته ځي او له ملي لوبډلې سره به هم لوبې وکړي.
د دې تر څنګ جاوید افریدي د سعودي د کرکټ فدراسیون مشر ته هم په پاکستان کې د پي ایس ایل سیالیو کتلو بلنه ورکړه.
په دې اړه پېښور زلمي هم يو بيان جاري کړی چې پکې هغه ويلي چې جاويد افريدي شهزاده سعود بن مشعل ته په سعودي عرب کې د کرکټ د ودې لپاره د پېښور زلمي لخوا د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی دی.
د دې نه علاوه جاوید افریدي د سعودي شهزاده ته د پي ایس ایل کتلو لپاره د پیښور زلمي ټي شرټ هم ډالۍ کړو.