د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل له والي او یو شمیر مجاهدینو سره تیره ورځ کتلي.

0
95

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل له والي او یو شمیر مجاهدینو سره تیره ورځ کتلي.

28 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ د کابل له والي شېخ صاحب محمد قاسم خالد او یو شمیر مجاهدینو سره کتلي.

 

شیخ صاحب محمد قاسم خالد خبرې وکړې او په کابل کې یې د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت او د حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

 

کابل والي په خپل خبرو کې د یو شمېر مجاهدینو بې برخلیکه پاتې کېدو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې د دوی د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزرا اداري مرستیال تیره ورځ د کوچیانو د چارو د سمون عمومي رئیس مولوي ګل زرین سره کتلي.

 

مولوي عبدالسلام حنفي د کابل والي او مجاهدینو سره پر ملاقات خوښي څرګنده کړه وې ویل، په ټولو برخو کې د خلکو او مجاهدینو د ستونزو حل په ځانګړي ډول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او مسوولین د ذکر شویو ستونزو د حل په برخه کې جدي هڅې کوي.

Leave a reply