پولټیکو وايي چې امریکا له مرکزي اسیا د افغانستان د څارلو په لټه کې ده

پولټیکو وايي چې امریکا له مرکزي اسیا د افغانستان د څارلو په لټه کې ده
تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا ښایي په تاجکستان کې د روسیې له یوې نظامي اډې کار واخلي، اسټین ددې کار د ترسره کېدو احتمال هم نه دی رد کړی.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکا لا هم د افغانستان د څارلو لپاره د ځای ځایګي پلټلو په لټه کې ده.
پولټیکو امریکایي نشریې ویلي، چې د امریکا ددفاع وزیر د سنا یوې سري جلسې ته د خبرو پر مهال ویلي چې لا یې هم د افغانستان له څارلو لاس نه دی اخیستی او سخته هڅه کوي چې د ځان لپاره ځای ځایګی پيدا کړي.
جنرال لویېډ آسټین وایي ددې احتمال شته چې د افغانستان د څارلو لپاره د مرکزي اسیا په هېوادونو کې یوه پوځي اډه جوړه کړل شي.
د دۀ په خبره دوی تر ډېره غواړي په تاجکستان، ترکمنستان یا ازبکستان کې دغه اډه جوړه کړي.
تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا ښایي په تاجکستان کې د روسیې له یوې نظامي اډې کار واخلي، اسټین ددې کار د ترسره کېدو احتمال هم نه دی رد کړی.
لویېډ آسټین امریکایي استازو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په اړه دې اندېښنه نه کوي، ځکه دوی هر څه له نږدې څاري.





