په لنډیکوتل کښې مزدورانو احتجاجي لاریون پیل کړې

لنډیکوتل، تورخم سره نزدې مزدورانو احتجاجی پرلت پیل کړې دې.
باغي ټي وي رپورټ
پاک افغان پوله تورخم سره نزدې په لنډیکوتل کښې په پیښور او تورخم لویه لار باندې د ځای مزدورانو له طرف نه احتجاجي لاریون پیل شوې دې، د مزدورانو وینا ده چې د تورخم پولې د بندیدو له وجهې په لنډیکوتل کښې په زرګونو مزدوران بې روزګاره شوي دي او دوی سخت مالي مشکلاتو سره مخ دي.
ددې احتجاجي لاریون مشرانه د تورخم مزدور اتحادېی مشر فرمان شینواری. چیئرمین عبدالسلام شینواري او د نوجوانان قبائل پخوانۍ صدر اسرار شینواری کوي، دې مشرانو رسنیو ته ویلي دي چې د تورخم د لارې تړلو په وجه دلته غریب مزدروان ډیر بد متاثر شوي دي .
د مزدورانو د اتحادیی نمایندګانو د لوړ پوړو چارواکو نه غوښتنه کړې ده چې د پاک افغان پوله دې د مزدورانو او عامو مسافرو لپاره پرانستل شي، دوی وینا وه چې د تورخم پوله تړلو له وجهې دلته په زرګونو شمیر کښې مزدورانو ته مالي ستونزې را مخې ته شوي دي.
دوی په اسلام آباد کښې لوړپوړ پاکستان چارواکو نه غوښتنه وکړه چې د تورخم لار دې پرانستل شی چې ځای مزدوران خپلو کورنیو لپاره د یو وخت دوه وخت خوراک ګټلو لپاره کار وکړی او دوی د مالي ستونزو څخه بچ شي.
د مزدورانو او ددوی مشرانو وینا وه چې مونږ یو د امن احتجاجی لاریون کوو او مونږ سره دې د انصاف معامله وکړۍ شی او د تورخم پوله دې د عام تګ راتګ لپاره پرانستل شي.







