د ملګري ملتونو د افغانستان په اړه خبردارۍ

0
343

باغي ټي وي رپورټ
د ملګری ملتونو د کډوالۍ په برخه کښې د عالي کمیشنرې خبردارۍ ورکړې دې چې که په افغاستان کښې په اړمنو ته ژمنه شوې مرستې د افغان اولس ته و نه رسول شي نو دلته به یو لوی اقتصادي کرکیچ سره مخ شي.

د طلوع نیوز یو رپورټ مطابق د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپو ګرانډي وایی چې د تیرو ۴۰ کالو نه په ملیونه افغانان بې کوره او بې ځایه شوي دي او دې روستیو بدلونونو نوې ستونژ رامنځ ته کړي دي.
نوموړی وایی چې د افغانستان سره چې د کومو بشري مرستو ژمنه شوې ده هغه بشري مرستې باید په وخت باندې افغانستان ته ورکړې شي چې په وخت باندې افغان اولس ته ورسول شي ، دې وایی چې دا مرستې دې بغیر د څه قید او شرط پرته په څو اوونیو کښې ترسره شی .
دې وایی که چیرې دا بشري مرستې وځنډیږي نو دې سره به په افغانستان کښې یو لوی اقتصادي کړکیچ مخې ته راشي او دلته به د اولس ژوند نور هم سخت او د ستونزو ډک شي.
د کندوز ولایت فضیله د یوې اته کسیزې کورنې سرپرستي کوي، او وایی چې نن سبا د سلګونو نور بې ځایه شوو په شان په پایه تخت کابل کښې په یو کیمپ کښې ژوند کوي، دا وایی چې خاوند ی په وروستیو جګړو کښې لا درکه شوې دې .
هغه زیاتوي چې د ماشومانو لپاره نه خوراک لري او نه جامي ، فضیله زیاتوي چې مرستې نه رارسیږي او مرستې ډیرې کمې دي او مونږ سره هیڅوک هم مرسته نه کوي.
یاده دې وي چې د ملګری ملتونو ادارې دې نه وړاندې هم په یو بیان کښې ویلي وو چې په افغانستان کښې د ژمې رارسیدو نه وړاندې بشري مرستې راورسول شي چې دا مرستې د ژمې پیل کیدو نه مخکښې افغان اولس ته ورسول شي.

Leave a reply