بنګلدیش هیواد کې د سويلي اسيا هيوادونو د هوایي چلند ادارو استازو درې ورځنۍ ناسته، پای ته ورسيده.

بنګلدیش هیواد کې د سويلي اسيا هيوادونو د هوایي چلند ادارو استازو درې ورځنۍ ناسته، پای ته ورسيده.
26 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بنګله دیش هيواد کې د اسیا هیوادونو د هوایي چلند د ادارو استازو د غړو هیوادونو په ګډون جوړه شوې وه، له افغانستان څخه پکې په انلاين ډول د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خونديتوب او څارنې د پاليسۍ معين حسيب الله سروش او د هوايي چلند يو شمير کارکوونکو برخه درلوده، نن پنجشنبه پای ته ورسيده.
دا غونډه چې د غړو هيوادونو سره د روزنيزې او تخنيکې همکارۍ په موخه هر کال له غړو هيوادونو څخه په يو هيواد کې جوړېږي، چې د هوايي چلند د موثرپت پر ارزونه، د پلانونو پر تایید او په دې برخه کې پر بيلابېلو موضوعاتو بحثونه او خبرې اترې کېږي.
اړوند موضوعات
د يادولو وړ دی چې د ۲۰۲۰ز کال څخه راپه دې خوا چې افغانستان د COSCAP-SA غړيتوب ترلاسه کړی دی، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زيات شميرکارکوونکو د دې پروګرام له لارې د هوايي چلند په بيلابيلو څانګو کې مسلکي روزنه ترسره کړې ده.






