پي ټي آی د پاکستان فوځ په ضد کمپاين پيل کړې، دوی آئيني ادارو ته گواښونه کوي چې که زمونږ د مشر په ضد کومه فيصله وشوه نو دوي به يې په ضد احتجاج کوي:مریم اورنګزیب
باغي ټي وی رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د فواد چوهدري نيولو ته د سياسي رنګ ورکولو کوشش کيږي۔
اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال مريم اورنگزيب وويل دفواد چوهدري نيول سياسي نۀ دي، دعمران خان په دوره کې سياسي نيول شوي وؤ، دهغه دورځې په مهال وزيرانو دگرفتارۍ څخه وړاندې دگرفتارۍ په اړه مطبوعاتي کانفرنسونه کول. مريم اورنګزېب وويل د فواد چوهدري په ضد د اليکشن کميشن د سيکرټري لخوا ايف آئي آر درج شوې ده، مونږ نهه مياشتې حکومت کښې يو او تحريک انصاف خبرې کوي، لور د عمران خان په حکومت کښې د پلار په وړاندې نيول شوې وه دا سیاسي انتقام و، شهباز شریف ونیول شو، د لور پر کور چاپه واچول شوه.
وفاقي وزيرې وويل چې ولس ته دا فيصله کول پکار دي چې چرته کرښه وغځوي، د پارټۍ له ټويټر اکاونټونو څخه د پاکستان فوځ په ضد کمپاين پيل شوی، دوی آئيني ادارو ته گواښونه کوي چې که زمونږ د مشر په ضد کومه فيصله وشوه نو دوي به يې په ضد احتجاج کوي. ژوند کول یې ستونزمن کړي، که چا ته اجازه ورکول کیږي چې ادارې تهدید کړي نو ټول خلق باید دا حق ولري.
هغې وويل دتحريک انصاف د واک په وخت کې خبريالان نيول شوي، په دوی ډزې شوي، دغو خلکو ميډيا ته گواښونه کړي، بد سلوکي يې کړې اوجيلونو کې يې اچولي، عمران خان د نهال هاشمي د سزا په اړه په خوشحالۍ ټويټ کړی دی، د نهال هاشمي بيان زموږ ګوند هم غندنه وکړه، فریال تالپور د اختر په ورځ له روغتونه وشړل شوه او زندان ته واچول شوه، رانا ثناالله باندې شل کیلو هیروین واچول شول، نه هغه کڅوړه او نه هیروین پیدا شول، زموږ ټول خلق د دوی په مقدمو مبارزه کوي.