برښنا شرکت: د تېر حکومت د پور پرې کولو لپاره م،م څخه ۹۰ میلیونه ډالر غوښتي 

0
247

برښنا شرکت: د تېر حکومت د پور پرې کولو لپاره م،م څخه ۹۰ میلیونه ډالر غوښتي 

د افغانستان برښنیا شرکت وايي چې د تېر حکومت د پورونو د پرې کولو لپاره مو ملګرو ملتونو څخه د ۹۰ میلیونه ډالره غوښتنه کړې ده.

 

 

(2021 / 10 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

د افغانستان برښنیا شرکت وايي چې د تېر حکومت د پورونو د پرې کولو لپاره مو ملګرو ملتونو څخه د ۹۰ میلیونه ډالره غوښتنه کړې ده.

راپورونه وايي چې برښنیا شرکت ویلي هڅه کوي د تېر حکومت د پورونو د پرې کولو لارې چارې پیدا کړي.

دوی له ملګرو ملتونو د نوي میلیونه ډالرو د پور غوښتنه کړې ده.

برښنا شرکت وايي چې دوی دمګړۍ له ایران نه ۲۵ میلیونه ډالره، له تاجکستان څخه ۱۱،۲ میلیونه ډالره، له ازبکستان څخه ۹،۹ میلیونه ډالره او له ترکمنستان څخه ۵،۱ میلیون ډالره قرضداره دی.

تر دې وړاندې ویل شوي ؤ چې که د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پور ورنکړل شي؛ هغوی به برښنا پرې کړي.

تر دې دمه د برښنا شرکت د وروستیو راپورونه په اړه څۀ ندي ویلي.

 

 

Leave a reply