پخواني مجاهدین او غازیان مونږ د آزادې او خپلواکۍ لپاره هڅوي: د حقاني ټویټ

باغي ټي وي رپورټ
د روسیانو په ضد جهاد کوونکې مشهور جهادي کمانډر انس حقاني د محمود غزنوي په قبر فاتحه خواني کړي، په یو ټویټ کښې ی ویلي دي چې غزنوي غوندې کسان د مسلمانانو لپاره د آزادې او خپلواکې نمونې وي.
انس حقاني ، مشهور جهادي کمانډر او د افغانستان اسلامی امارت غړې او حمایت کوونکې په خپل ټویټر پانړه څه تصویرونه او خبر خپور کړې چې پکښې انس حقاني او د هغه ملګري په یو قبر فاتحه وایی او د بیا د قبر نه واپس بهر را اووځي.
انس حقاني وایی چې محمود غزنوي یو کلک مسلمان مشر او او د مسلمانانو یو مضبوط حکومت ی قایم کړې وو، انس حقاني په خپل ټویټ کښې لیکلي چې د محمود غزنوي غوندې غازیان او د مضبوط مسلمانان مشرانو د ټولو مسلمانانو او نړۍ لپاره د آزادۍ او خپلواکۍ علامتونه او د هڅونې لپاره عملي نمونې وی .
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې په رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي وو چې د حقاني ګروپ کسانو او د ملا عبدالغني برادر په خپلو کښې د څه اختلافاتو له وجهې جنګ کړې دې، بیا روسته د انس حقانی او په خپله د ملا عبدالغنی برادر له طرف نه دا رپورټونه دروغ اووبلل شو او دواړو د امارت اسلامی مشرانو په ویډیو پیغامونو کښې اوویل چې ددوی ترمینځ هیڅ کوم اختلاف نشته او خلق دې په آوازو او پروپیګنډو پسې نه ځي، مشرانو زیاته کړې وه چې ټول د افغانستان امارت اسلامی غړي او مشران په یو اتفاق دي او ددوی ترمینځ هیڅ کوم اختلاف او جنګ نشته.
Today, we visited the shrine of Sultan Mahmud Ghaznavi, a renowned Muslim warrior & Mujahid of the 10th century. Ghaznavi (May the mercy of Allah be upon him) established a strong Muslim rule in the region from Ghazni & smashed the idol of Somnath. pic.twitter.com/Ja92gYjX5j
— Anas Haqqani(انس حقاني) (@AnasHaqqani313) October 5, 2021






