د افغانستان اسلامی امارت دې پخوانۍ ترخې تجربې بیا و نه کړي: کارپوهان

0
99

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل کنټرول د طالبانو لاس ته په ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ راغې، په دې ورځ چې طالبان د کابل د ارګ خاوندان شول ، بغیر د څه وینې تویدو دا کار وشو او د افغانستان اسلامی امارت د پنجشیر د بغیر په ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړو.

نن نړۍ د طالبانو غوښتنه کوي چې دوی ښځو ته حقونو ورکړي، په افغانستان کښې دې ټول شموله حکومت جوړ کړي خو بیا طالبانو په ښځو یو شمیر بندیزونه لګولي دي، د کابل یو خبریال انیس الرحمان د ټویټر په پانړه یو ویډیو خپره کړې چې د کابل پوهنتون ښځینه زده کوونکې خپل سامانونه او کتابونه راغونډه وی او د خپلو کورونو په لور تګ ته تیارۍ کوي ځکه طالب مشرانو دوی ته ویلی چې د پوهنتون د هاسټل نه دې ووځي او کورونو ته دې لاړې شي.
که د افغانستان امارت اسلامی د پخوا په شان هغه ترخې تجربې بیا وکړي نو دې سره به په افغانستان کښې بیا ددوی خلاف یو نفرت او غصه خپره شی او د طالبانو حکومت ته به یو خل بیا ډیر لوی لوی چیلنجونه مخې ته راشي چې بیا به د امارت اسلامی ته حکومتی چارې چلول ډیر مشکل شي.
که چرې طالبانو هغه د ۹۰ نوییمې لسیزې ترخې تجربې و نه کړي او دوی یو نرمه رویه او یو داسې حکومت وچلوی چې هر افغان وګړي نر او ښځه وکولې شي خپل ژوند ته دوام ورکړي ،نو دا به د طالبانو دې نوی عبوری حکومت په ډیره ګټه تمام شی او دوی به د ټولو افغانانو زړونه وګټي.

Leave a reply