وزيراعظم شهباز شريف په ملک کښي د بجلئ بنديدو نوټس اخستې ،خرم دستګیر نه ی سمدستی راپور غوښتې دې

0
156

باغي ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په ملک کښي د بجلئ بنديدو نوټس اخستې دې۔

وزيراعظم د انرجۍ وفاقي وزير خرم دستګير نه رپورټ غوښتې او د پلټنو حکم ئي ورکړے دے۔ نوموړي د پلټنو لپاره یوه لوړپوړې کمېټه هم جوړه کړه.

شهبازشريف په دغه بريفنګ د خپګان څرګندونه کړې او هدايات يې ورکړي چې په ملک کښې د بجلۍ دومره لوي بحران څه وجه راپيدا شوه او ذمه واري دې په ګوته شي.

نوموړي په ټول هېواد کې د برېښنا د سمدستي بندولو امر وکړ او ويې ويل، چې د خلکو ستونزې نه شي زغملاى.

د يادونې وړ ده، چې د ٩ ساعتونو په تېرېدو سره هم په ټول هېواد کې برېښنا نه ده فعاله شوې او د اوږدې بريښنا له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply