سټيټ بينک د سود شرح کښې د زياتوالي اعلان کړے دې
باغی وی رپورټ
کراچۍ: د پاکستان سټيټ بينک د سود شرح کښې د زياتوالي اعلان کړے دے۔
د سټيټ بينک ګورنر جميل احمد د يوې خبري غونډې په مهال د مانيټري پاليسۍ اعلان وکړو او ويې ويل چې د سود شرح کښې يو فيصده زياتوالي اعلان کوي، د سود شرح به له ١٦ نه ١٧ فيصده ته پورته کړي.
ده ووئيل د كمېټۍ په خيال د انفلائيشن كنټرول لپاره بايد د سود شرح يو فيصده زياته كړې شي٬ انفلاسیون قوي شي٬ د نرخونو استحکام ضروري دې۔
هغه وويل، د پورونو د ورکړې له امله د بهرنيو اسعارو زېرمې کمې شوې، ١٥ ميليارده پورونه تاديه شوي، د مالي کال په پاتې مياشتو کې اته ميليارده ډالره پاتې دي، درې ميليارده ډالره به ولګول شي.
د ګورنر سټيټ بينک له مخې په ٦ مياشتو کې د کرنټ اکاؤنټ خساره 3.7 اربه ډالره ده، په دې مالي کال کې زموږ اړتيا 33 اربه ډالره ده.
هغه وويل، د کانټينرونو د بندېدو لامل د سټيټ بينک د حکم نه عملي کول دي، د بندو کانټينرونو د ايستلو لپاره له اتحاديې څخه تفصيلات وړاندې کړي، د کانټينرونو د خلاصون لپاره يې کړنلاره بانکونو ته ورکړل شوې ده.