د سمندري چارو وفاقي وزير سېنېټر فېصل سبزواري وئيلي دي چې په کراچۍ بندر او پورټ قاسم کښې بند پاتې د زرګونو کنټينرونو جرمانه معاف کړې شوې ده

0
76

باغی ټی وی رپورټ
د سمندري چارو وفاقي وزير سېنېټر فېصل سبزواري وئيلي دي چې په کراچۍ بندر او پورټ قاسم کښې بند پاتې د زرګونو کنټينرونو جرمانه معاف کړې شوې ده۔

په کراچۍ کې د سوداګرو ټولنې سره د خبري غونډې په مهال فیصل سبزواري وویل “مونږ ته پته ده چې د شپینګ لائنونو په زرگونو کنټینرونه په بندرونو کې بند پاتې دي، په پورټ او پورټ قاسم کې بند شوي کانټینرونو څخه به هیڅ جرمانه نه اخیستل کیږي.

ده زياته کړه چې شپينګ لائنز د کنټينرونو په ډيمرج چارجز کښې د مناسب رعايت ورکولو په حق کښې دي، په بندرونو کښې بند کنټينرونو څخه به يوه روپۍ هم نه اخلي۔

فیصل سبزواري وویل چې کانټینرونه به آف ډاک ټرمینلونو ته لیږدول کیږي، په پاکستان کې هیڅ ډول شپینګ لاین نه تړل کیږي، د شپینګ لاینونو کاروبار به دوام ولري، مونږ سوداګرو ټولنې ته خبر ورکړی دی.

Leave a reply