په کراچۍ کې اته دوکانداران له دولتي نرخ څخه په لوړه بیه د اوړو د پلورلو په تور نیول شوي

0
101

باغي ټی وی رپورټ

په کراچۍ کې اته دوکانداران له دولتي نرخ څخه په لوړه بیه د اوړو د پلورلو په تور نیول شوي.
په کراچۍ کې انتظاميې د اوړو رسمي نرخ عملي کولو لپاره کمپاين پيل کړی، کمشنر کراچۍ ډپټي کمشنرانو ته د اوړو د رسمي نرخ عملي کولو لارښوونه کړې ده.

نن په مختلفو ضلعو کښي د ۸۵ دوکاندارانو په ضد کاروائي اوکړي شوي، ۸ دوکانداران د سرکاری نرخ نه په لوړه بیه د اوړو خرڅولو په تور نیولی شوي او ۳ لاکه 97 زره روپئ جریمه هم شوي ده.

ياده دي وي چي تيره ورځ کمشنر کراچي د اوړو د نوي نرخ نوټيفيکيشن جاري کړے وو چي پکښي د اوړو نرخ 98 روپئ في کيلو مقرر کړے شوے دے۔

کمشنر کراچۍ ښار کې د دوه نيمو اوړو ملونو قيمت 95 روپۍ او پرچون نرخ 98 روپۍ ټاکلی دی.

د کمېشن په فهرست کې د ښه اوړو نرخ شامل نه دی شوی، په داسې حال کې چې د اوړو بیه ۱۰۵ روپۍ ټاکل شوې ده.

Leave a reply