د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق د اسلامي مالي محصولاتو تمویل پرانیستلو.

0
237

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق د اسلامي مالي محصولاتو تمویل پرانیستلو.

 

23 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت په خپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د ریاست الوزراء مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي، د کابینې دیوشمېر غړو او د یوشمېر بهرنیو ډيپلوماټانو په شتون کې د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق د اسلامي مالي محصولاتو د فعالیتونو د پرانیستلو په پآر دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.

 

دا غونډه د ریاست الوزراء مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د بهرنیوچارو، د مالیې، د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو، د مرکزي بانک رییس، معینانو، رییسانو او دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو او د مرستندویو بنسټونو د استازو په شتون کې دکرنې په وزارت کې دائره شوې وه.

 

په دې اړه جوړه شوې غوونډه کې، د اسلامي امارت چارواکو د کرنې پر ودې او پراختیا ټینګار وکړ، او اعلان یې وکړل، چې اسلامي امارت ددې مهم سکټور دې او پراختیا ته ژمن دی.

 

د ریاست الوزراء مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل: «اسلامي امارت په خپل ټول توان سره د کرنې، مالدارۍ، صنعت، تعلیم او کانونو سکټور څخه ملاتړ کوي، دغه راز له هغو کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه چې وغواړي په یادو مهمو برخو کې پانګونه وکړي، هم هر اړخیز ملاتړ کوو، په همدې توګه له بهرنیو او کورنیو پانګوالو غواړو، چې راشي او په یادو برخو کې دې پانګونه وکړي، د دوی پانګې له هر اړخه خوندي پاتې کېږي.»

 

د یاد وزارت وزیر مولوی عطاءالله عمري ویې ویل: «خوښ یم، چې ددې پرتمینې غونډې کوربه یم، چې موخه او کار یې د افغانستان پرمختګ او ددې هېواد د بزګرانو ملاتړ دی، نړۍ د انسان بدن په څېر یو پیکر دی، که د نړۍ په یوه څنډه کې یو ملت یا هېواد ته زیان ورسېږي، نور ملتونه او هېوادونه یې هم زیانونه او اغېزې احساسوي.

 

دکرنې وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې ملګري ملتونه باید په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي، ترڅو له اوسني وضعیت څخه ووځو. «یوازې آمارت نه شوي کولای، چې له دې وضعیت څخه د افغانستان خلک وباسي، اړتیا ده، چې مرستندویه بنسټونه، مؤسسات او په ټوله کې ملګري ملتونه دې زموږ دهېواد له خلکو سره مرستې او همکراۍ وکړي، زموږ هېواد دکرکیلې او کرنې لپاره غوره اقلیم او بستر لري او هر زون یې د بېلابېلو نباتانو لپآره غوره ځایونه لري، که نړۍ پاملرنه وکړي، موږ کولای شو، چې د بېوزلۍ، بیکارۍ او کډوالۍ د کچې په ټیټولو او د غه راز د کارموندنې او په مخدره توکو د ځوانانو د روږدتیا د مخنیوي په پار اغېزناکې کړنې ترسره کړو.

 

 

«اوس چې دلته سره راټول شوي یو، د بزګرانو د ملاتړ په پار دي، ترڅو څنګه له دوی سره همکاري او مرستې ووشي، دکرنې د پراختیا صندوق کولای شي، چې دوی ته پورونه ورکړي، او په اسلامي چوکاټ کې دې خپل فعالیتونه لا ښه کړي.»

اړوند موضوعات

دکرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د ترکیې IHH مؤسسې د کرنیزو برنامو مسؤل سره وکتل.

 

په دې غونډه کې دغه راز د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي، د مرکزي بانک رییس مولوی عبدالقهارادریس، د مالیې وزیر مولوی هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په ترتیب سره دکرنې د اهمیت او دکرنې د پراختیا او ودې په پار د بهرنیو سازمانونو او بنسټونو سره پر خپلو کړو خبرو اترو خبرې وکړې.

Leave a reply