د ترهګرۍ ضد عدالت به نن د نقيب الله قتل مقدمې فيصله اوروي

0
51

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت به نن د نقيب الله قتل مقدمې فيصله اوروي.

د نقیب الله قتل کیس فیصله به نن ماسپښین دوه نیمې بجې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت کې اورول کیږي چې پکې پخوانی ایس ایس پی ملیر راو انوار او نور ملزمان عدالت ته حاضر شوي دي.

د قضیې پس منظر

نقیب الله محسود، صابر او اسحاق د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د شاه لطیف ټاون پولیس سټېشن حدودو کې په جعلي پولیس مقابله کې وژل شوي وو.

د نقیب الله محسود کورنۍ د پولیسو هغه ادعا رد کړه چې وایي نقیب الله محسود له طالبانو سره هیڅ تړاو نه درلود.

وروسته سپريم کورټ د پېښې ازخود نوټس واخستې چې وروسته د پوليسو ګډې پلټنيزې ډلې د پېښې پلټنه وکړه او په خپل رپورټ کې يې وويل چې نقيب الله محسود او نور په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوي دي.

عدالت په 25 مارچ 2018ء د هغه وخت ايس ايس پي راو انوار پشمول 18 ملزمانو باندې فرد جرم لګولې وو او عدالت په مقدمه کښې د 51 ګواهانو بيانونه ريکارډ کړي وو۔

عدالت په 25 مارچ 2018ء د هغه وخت ايس ايس پي راو انوار پشمول 18 ملزمانو باندې فرد جرم لګولې وو او عدالت په مقدمه کښې د 51 ګواهانو بيانونه ريکارډ کړي وو۔ راؤ انوار او پخواني ډپټي سپرنټنډنټ آف پوليس قمر قمر په ضمانت خوشي شوي دي او نور 13 ملزمان په جېل کښې دي۔

د دې نه علاوه په مقدمه کښې د پخواني ایس ایچ او امان الله مروت او شعیب شیخ په شمول ۷ ملزمان لا هم مفرور دي.

د ترهه ګرۍ ضد عدالت په څوارلسم جنورۍ کښې د مقدمې حتمی دلائل مکمليدو نه پس فيصله محفوظ کړې وه۔

Leave a reply