د ګجرات پخوانی ایم این اے ملک جمیل او پخوانی ایم پی اے ملک حنیف اعوان د وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات نه پس مسلم لیګ نون کښې د واپس شاملیدلو اعلان کړے دے۔

باغی ټي وي رپورټ
د ګجرات پخوانی ایم این اے ملک جمیل او پخوانی ایم پی اے ملک حنیف اعوان د وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات نه پس مسلم لیګ نون کښې د واپس شاملیدلو اعلان کړے دے۔
د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارڑ په يو بيان کې وئيلي دي چې د ګجرات نه پخوانې ايم اين اے ملک جميل او پخواني ايم پي اے ملک حنيف اعوان وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي او هغه ته يې د مکمل ملاتړ باور ورکړی دی.
خاص معاون عطا تارڑ وئيلي دي چې ګجرات کښې د ملک جميل او ملک حنيف اعوان واپسي به په سيمه کښې د مسلم ليګ ن پوزیشن نور هم قوي کړي.






