د خېبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي نګران وزيراعلي اعظم خان وايي د انتخاباتو لپاره به د پاکستان د ټاکنو کمیشن سره پشپړه همکاري او ملاتړ وکړي.
باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي نګران وزيراعلي اعظم خان وايي د انتخاباتو لپاره به د پاکستان د ټاکنو کمیشن سره پشپړه همکاري او ملاتړ وکړي.
رسنیو سره په خبرو کې اعظم خان وويل پرامنه انتخابات يې لمړيتوب دى، دانتخاباتو ترسره کول دالیکشن کميشن کار دى، مونږ به دالیکشن کميشن سره پوره مرسته وکړو.
اعظم خان وايي، چې د کورنيو چارو سرپرست وزير پاتې شوى او په ټاکنو کې يې د ټاکنو کمېسيون بشپړ ملاتړ کړى و.نوموړي زیاته کړه، چې په صوبه کې د قانون او نظم ستونزه ده، د انفلاسیون ستونزه ده، زه به یې د کمولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړم.
ياده دي وي چي تيره ورځ د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي محمود خان او اپوزيشن ليډر اکرم خان دراني د خيبرپښتونخوا د نگران وزيراعلي لپاره د اعظم خان په نوم باندي اتفاق کړي وو۔
د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي هم نن د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلی په توګه د اعظم خان د تقرر رسمي منظوري ورکړې ده.