د کراچۍ په کورنګي سیمه کې د تیز رفتار ډمپر د ټکر له امله یو موټرسایکل سپور وژل شوی او درې کسان ټپیان شوي دي

0
193

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په کورنګي سیمه کې د تیز رفتار ډمپر د ټکر له امله یو موټرسایکل سپور وژل شوی او درې کسان ټپیان شوي دي.

د پوليسو په وينا، عيني شاهدان وايي، ډمپر په ډېر سرعت راغى، ځوان په منډه منډه کړه، وروسته ډمپر ودرېد کله چې ټاير پرې شو او ډمپر چلوونکى وتښتېد.

د پوليس ترمخه کورنګي 4 کښي د تيز رفتار ډمپر سره د ټکر په نتيجه کښي مړه شوي کس د زبير په نوم وژل شوي او ژوبل کسانو کښي اعجاز، شاهد او سجاد شامل دي۔
پوليس وايي د خپلوانو سره يې رابطه روانه ده، وژل شوي او ژوبل کسان د ګلګت اوسېدونکي دي، د پېښې قربانيان په همدې موټر سايکل سپاره وو او په هوټل کې له ډيوټي ختمولو وروسته کور ته روان وو.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې: له پيښې وروسته موټر چلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى دى او دپوليسو موټر يې نيولى دى

Leave a reply